د ايران د استخباراتو وزارت د جنورۍ په ۵مه خبر ورکړ، چې تر اوسه پورې د کرمان ښار د چاودنو ۱۱ اړوند کسان نيول شوي دي.
د ايران د استخباراتو وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وویل ، چې د چاودنو له پېښېدو وروسته يې د داعش غړي پيدا کړي او په ۶ ولايتونو کې يې ۱۱ اړوند کسان نيولي دي، چې پکې دوه کسانو د ځانمرګي بريدګر لپاره د اوسېدو ځای چمتو کړی.