د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۵مه په بېجينګ کې د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۴۵مې کليزې د يادونې په مېلمستیا کې ګډون وکړ.
نوموړي يادې مېلمستيا ته په وينا کې وویل، چې سږکال د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کلیزې سره برابر دی او رئيس شي جين پينګ او ولسمشر جو بايډن په دې مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږلي. د دواړو هېوادونو مشرانو زياته کړې، چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ثابت پرمختګ ورکړي، څو دواړو هېوادونو او نړۍ ته ګټې ورسوي.
وانګ يي زياته کړه ، چې رئيس شي جين پينګ او ولسمشر جو بايډن د تېر کال په نومبر کې په سانفرانسيسکو کې مهمه ليدنه وکړه. دواړه هېوادونه بايد د دواړو مشرانو مهمه موافقه پلې کړي.
په چين کې د امريکا موقتي شارژدافير داويد ميالي د امريکا په استازيتوب د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۴۵مې کليزې په پار مبارکي څرګنده کړه او ويې ویل ، چې امريکا غواړي د دواړو مشرانو موافقې پلې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ثابت پرمختګ ورکړي.