چين د امريکا پر پنځو پوځي تصدیو بنديزونه لګولي
CMG2024/01/07 14:25:17
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۷ مه په خپله ويبپاڼه کې اعلان وکړ چې پنځه امريکايي پوځي شرکتونه يې د بنديزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا پر تايوان د نوې جوپې وسلې پلورلې او د چين یو شمېر تصدۍ او شخصيتونه يې د بنديزونو په نوملړ کې اضافه کړي دي.

د چين د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي خبر کې راغلي، چې امريکا د يو چين پېژندنې له اصل او د چين او امریکا له درېو ګډو اعلاميو سرغړونه کوي، يادې کړنې يې د چين ملي حاکميت او امنيتي ګټو ته زیان رسوي، د تايوان تنګي سوله او ثبات زيانمنوي او د چیني تصديو او شخصيتونو پر قانوني حقونو سخت تېری کوي.

په دغه خبر کې زياته شوې چې چين د امریکا له يادو کړنو سره کلک مخالفت کوي او په غبرګون کې يې پرېکړه کړې، چې د امريکا پر ۵ پوځي تصديو(BAE Systems Land and Armament،Alliant Techsystems Operation،AeroVironment،ViaSat،Data Link Solutions  ) بنديزونه ولګوي. چين دغه راز له امريکا څخه غوښتنه کوي، چې پر تايوان پوځي وسلې ونه پلوري او پر چين غېر قانوني بنديزونه لرې کړي، که نه چين به کلک ځوابي تدبيرونه ونيسي.