په سوډان کې د وسله وال پوځ او چټک غبرګون ځواک ترمنځ شخړه روانه ده
CMG2024/01/07 12:41:56
شريکول:

د جنورۍ په شپږمه په سوډان کې د وسله وال پوځ او چټک غبرګون ځواک ترمنځ شخړې دوام درلود. له دې يوه ورځ وړاندې،د سوډان د وسله وال پوځ عمومي قوماندان وويل، ځواک يې له چټک غبرګون ځواک سره له پخلاينې ډډه کړې ده.

يادو دواړو ځواکونو د جنورۍ په شپږمه د سوډان په پلازمېنه خرطوم، شمالي خرطوم او اومدورمن ښارونو کې جګړه وکړه. چټک غبرګون ځواک د تېر کال په ډسمبر کې د دغه هېواد مرکزي سیمه جزيره ایالت نيولی، وروسته د سوډان وسله وال پوځ د دغه ایالت ختيځ کې زيات پوځيان ځای پر ځای کړي او هڅه کوي چې دغه ايالت بېرته ونيسي.