د امریکا د بهرنيو چارو وزير ترکيې ته سفر وکړ
CMG2024/01/07 12:37:47
شريکول:

د امریکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن د جنورۍ په ۶ مه د ترکيې په استنبول کې د دغه هېواد له خارجه وزیر او ولسمشر سره خبرې وکړې.

دا د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د روان پړاو له پيل راهيسې د انټوني بلينکن څلورم ځل دی چې منځني ختيځ ته سفر کوي او ترکيه يې د روان سفر لومړی منزل دی .

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د يوه چارواکي په وينا چې د خپل نوم له ښودلو يې ډډه کړې، دواړو خواوو په خبرو کې د غزې د بشري ناورين ارزولی دی، ترکي لوري پر دې ټينګار کړی چې د شخړو دواړه خواوې باید سمدستي اوربند وکړي او د دوو هېوادونو د پلان په اړه خبرې اترې باید ژر تر ژره پيل کړي، دغه راز نړيواله ټولنه دې له غزې سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو په اړه د امریکا او ترکيې رويې فرق لري، امريکا له اسرائيلو ملاتړ څرګند کړی ، خو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان څوځلې اسرائيل په کلکه غندلي دي. د ترکيې د کورنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې څه باندې ۳۰ شکمن کسان يې نيولي چې په ترکيه کې اسرائيلو ته جاسوسي کوي.