د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق:په غزه کې ماشومان له لوږې او روحي ستونزو سره مخ دي
CMG2024/01/07 14:26:12
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وياند تېس انګرام د جنورۍ په ۶مه نېټه ويلي، چې د څېړنې د تنيجې له مخې، په غزه تړانګه کې ګن شمېر ماشومان په شخړو کې له اوږدمهالې لوږې او روحي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق د جنورۍ په ۵مه نېټه يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په غزه تړانګه کې تر دوه کاله کوچنيو ماشومانو کې شاوخوا ۹۰ سلنه ماشومان کافي خواړه نه شي تر لاسه کولای. تر اوسه پورې ۱۳۰ زره ماشومان چې تر دوه کاله کم عمر لري، کافي غذا نه لري او روغتيايي حالت يې بد دی. په عين وخت کې، شخړې ماشومانو ته روحي زيانونه هم رسولي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې ويلي، چې د شخړو له امله ډېر زيات ښوونځي ويجاړ شوي. تر اوسه پورې په غزه تړانګه کې له ۴۰۰ زرو زیاتو زده کوونکو د زده کړې چارې د شخړو تر اغېزې لاندې دي.