د چين د صنعتي او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت تازه شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د دغه هېواد د بېړيو توليدي اندازه او د مشتريانو فرمايشونه ډېر زيات شوي دي.
د چين د ګوانګدونګ، هانکانګ او مکاو لوی خليج په سيمه کې د داسې ډېرې لويې بېړۍ د جوړولو کارونه روان دي، چې په يوځل ۱۶۶۱۶ معياري کانټينر انتقالولای شي.
سي اېس اېس سي په چين کې د بېړيو جوړولو ډېر لوی شرکت دی، د دغه شرکت مسوول لي هاو ويلي، د يادې لويې بېړۍ اخيستونکی په نړۍ کې لومړی پیاوړی سمندري ټرانسپورټي شرکت دی.
نوموړي زياته کړه، د سي اېس اېس سي شرکت ۸۰٪ فرمايشونه بهرنيو مشتريانو ورکړي او ٪ ۶۰ بېړۍ يې په عصري تخنيکونو سمبال دي او د سونګ له هغو نويو موادو په استفادې چلېږي چې د کارولو جريان کې يې هوا ته ډېر کم کاربن او ګوګړ خپرېږي او چاپيريال ته ککړتيا ډېره کموي.