امريکا د بوينګ ۷۳۷ (MAX 9) الوتکې پروازونه بند کړل
CMG2024/01/07 14:24:35
شريکول:

د امريکا د فيډرال هوايي چارو ادارې د جنورۍ په ۶مه نېټه په یو فرمان کې د بوينګ ۷۳۷ (MAX 9) الوتکې کارول په موقتي ډول ځنډولي، څو د دې ډول الوتکو تخنيکي امنيت وڅاري. دغه بېړنی فرمان به پر ۱۷۱ الوتکو اغېزه ولري.

د امریکا د الاسکا هوايي شرکت يوې بوينګ ۷۳۷ (MAX 9) الوتکې د جنورۍ په ۵مه نېټه د دې هېواد له پورټلنډ ښار څخه حرکت کړی او لږ وروسته په هوا کې تخنیکي ستونزه پکې رامنځته شوه. دغه الوتکه په بېړنۍ توګه ښکته شوې او هيڅ مرګژوبله نه ده رامنځته شوې.