لوېديځو رسنیو ولې د چین د بدنامولو لپاره راپورونه جوړ کړي؟
CMG2024/01/07 14:20:22
شريکول:

ممکن تاسو یوې عجیبې پدیدې ته متوجه شوي وئ او هغه دا چې لويديځو رسينو ته دا مهمه نه ده چې چین څه کارونه کړي، کومې لاسته راوړنې يې موندلې او یا یې نړۍ ته څه ډول خدمتونه کړي، ډېرو لوېدیځو رسنیو په راپورونو کې د خپل قلم نوک تل د چين په اړه منفي کارولی. ممکن پوښتنه مو کړې وي چې آیا دا لوېدیځې رسنۍ د چین په وړاندې کرکه لري؟ 

د سویډن د نړیوالې سولې او راتلونکي څیړنیز صندوق څېړونکي جان اوبرګ په دې وروستیو ورځو کې له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال ويلي، چې د امریکا کانګرس څو کاله دمخه د ۱،۵ ملیارډو ډالرو په ارزښت یوه لایحه تصویب کړه چې هدف یې په ۵ کلونو کې د لوېدیځو خبریالانو روزنه او د چین په اړه د منفي راپورونو د لیکلو لپاره دوی ته پیسې ورکول دي. دا پروژه د امریکا د ملي ادارې لخوا اجرا کېږي.

ولې دا ډول عجیبه لایحه رامنځته شوې؟ د یو هېواد حکومت د چین د بدنامولو لپاره د نورو هېوادونو خبریالانو د روزنې لپاره ډېرې پیسې لګولې دي. د اوبرګ په اند، د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، امریکا خپل مخالفین له لاسه ورکړل، او د امریکا د وسلو پلورونکو د ګټو د موندلو لار له لاسه ورکړه. دوی یوې "ګډوډې نړۍ" ته اړتیا درلوده، ترڅو دوی ته د لویو ګټو د ترلاسه کولو فرصتونه رامنځته کړي. په دې موده کې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې د خپلې لارې په پلې کولو او د خپل پرمختګ په لټه کې د نړۍ دوهم ستر اقتصاد ګرځېدلی دی. دغه راز امریکایي سیاستوال په طبیعي ډول چین "دښمن" ګڼي.

که څه هم چین د کالیفورنیا او فلوریډا په سواحلو کې جنګي بېړۍ نه دي ځای پر ځای کړې، خو امریکا دغه هېواد په جنګي بېړيو محاصر کړی او رسنيو يې په خپلو راپورونو کې چين د  "خطر تیوري" یاد کړی دی.   

امریکا تل ځان د "نړۍ پولیس" ګڼلی او په ټوله نړۍ کې "دندې" تر سره کوي. د دغه هېواد لپاره د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د خپلې ګناه سپینولو لپاره د لوېدیځو رسنیو کارول اړین دي.

د بېلګې په توګه، د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې له رامنځته کېدو راهیسې، لوېدیځو رسنيو په پر له پسې توګه په خپلو راپورونو کې د جګړې پر اور تېل شيندلي چې د جګړې په ارامولو کې يې هيڅ مرسته نه ده کړې، بلکې د وضعيت د لاخرابېدو سبب شوی دی. د فلسطین او اسرئیلو د جګړې نوی پړاو په غزه کې د سخت بشري ناورین لامل شوی دی. د نړیوالې ټولنې له خوا له اسرائیلو څخه د پوځي عملیاتو د بندولو له غوښتنې سره سره، امریکايي او لوېديځو رسنیو بيا هم په عامه افکارو کې لاسوهنه کړې، د رسنیو عادلانه اصول يې په بشپړه توګه له لاسه ورکړي او د رسنیو له ضمیر او مسؤلیت څخه یې هم سرغړونه کړې ده. 

په دې وروستيو کلونو کې امريکا په غلطه توګه چين خپل ستر ستراتيژيک سيال ګڼي او د چين پر ضد يې د هراړخيزو فشارونو او د دغه هېواد د پرمختګ بهير د مخنيوي تدبيرونه نيولي. لوېديځو رسنيو له امريکا څخه پيسې اخيستې او د چين د بدنامولو په برخه کې يې هر ډول هڅه کړې ده او له همدې امله، دوی" د پام وړ لاسته راوړنې" هم تر لاسه کړې دي. خو اوس انټرنیټ، په تېره بیا ټولنیزې رسنۍ ستر پرمختګ کړی دی او د لوېدیځو رسنیو له خوا د حقایقو د پټولو موده پای ته ورسېده. په اوسنۍ دوره کې چې هرڅوک د وینا کولو فرصتونه لري، حقیقت تل له مختلفې لارې چارې نړۍ ته وړاندې کېږي، هغه څه چې لوېديځ یې له لاسه ورکوي، د هغوی د دولتونو او رسنیو د اعتبار بایلل دي.