چین د برېتانیې د جاسوسۍ يوه دوسیه رابرسېره کړې
CMG2024/01/08 11:22:42
شريکول:

د چين ملي امنيت ادارې په دې وروستیو کې د بريتانيې د پوځي استخباراتو ادارې (MI6) یوه قضیه کشف کړې، چې د درېيم هېواد د وګړي په کارولو يې د چین پر وړاندې د جاسوسۍ فعالیتونو ترسره کړي دي.

يو بهرنی وګړی، چې کورنی نوم يې هوانګ ياد شوی او اوسمهال د يوې بهرنۍ مشورتي ادارې مشر دی، په ۲۰۱۵م کال کې د اېم ايي شپږ(MI6) له لوري " استخباراتي همکاريزه اړیکه" ورسره ټينګه شوې ده.

هوانګ څو ځلې د اېم ايي شپږ(MI6) ادارې په لارښوونې چین ته تللی، خپل هویت يې پټ ساتلی او د يادې ادارې لپاره يې د چین په اړه استخباراتي معلومات راټول کړي دي.

اېم ايي شپږ(MI6) ادارې په بريتانيې او نورو ځایونو کې هوانګ ته مسلکي استخباراتي روزنې او د جاسوسۍ ځانګړي تجهیزات ورکړي وو.

د چين ملي امنیت ادارې له دقیقو پلټنو وروسته د هوانګ د جرمونو په اړه شواهد راټول کړي او له قانون سره سم یې پرې جنایي اقدامات ترسره کړي دي.

د چين د ملي امنیت ادارې مالومات ښيي، چې هوانګ بريتانوي لوري ته ۹ دولتي محرم مالومات، ۵ رازونه او ۳ نور استخبارتي مالومات ورکړي دي.

(ژباړه: شکريه)