د امريکا دوو ګوندونو په کانګرېس کې جوړجاړی وکړ
CMG2024/01/08 10:15:58
شريکول:

د امريکا د استازيو مجلس مشر او جمهوريت غوښتونکي مايک جونسن د جنورۍ په ۷مې نېټې ويلي، چې په کانګرېس کې د جمهوريت غوښتونکي او د ډيموکراتيک ګوند مشران په همدې ورځ د ۱۵۹۰ميليارډو امريکايي ډالرو په اندازې د حکومتي لګښت په اړه هوکړې ته رسېدلي، څو د روانې مياشتې په پای کې د فدرالي حکومت دروازې ونه تړل شي.

ښاغلي مايک جونسن په همدې ورځ د کانګرېس غړو ته په يو پيغام کې ويلي، چې د جمهوريت غوښتونکي او د ډيموکراتيک ګوند مشرانو په يوه هوکړه ليک کې د ۲۰۲۴ مالي کال لپاره د لګښت پلان جوړ کړی، چې له مخې به يې ۸۸۶ ميليارډه امريکايي ډالره په دفاعي چارو کې او ۷۰۴ ميليارډه امريکايي ډالره به په غير دفاعي چارو کې ولګول شي.

خو د سنا مجلس د اکثريت مشر او د ډيموکراتيک ګوند غړي چارلس سچومير او د استازيو مجلس کې د ډيموکراتيک ګوند مشر حاکم جېفريس په همدې ورځ د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په ۲۰۲۴ مالي کال کې به د غير دفاعي چارو بوديجه ۷۷۲.۷ ميليارډه امريکايي ډالره وي، چې دغه شمېره د ښاغلي مايک جونسن له خپرې شوې شمېرې سره څرګند توپير لري.