قطر: په غزې کې باید ډېر ژر اوربند وشي
CMG2024/01/08 10:53:09
شريکول:

د قطر امير تميم بن حمد الثاني د ډسمبر په ۷مې نېټې ويلي، چې د سیمې د امنيت او ثبات په خاطر بايد په غزې تړانګې کې ژر تر ژره اوربند وشي.

د قطر خبري اژانس ويلي، چې امير تمیم بن حمد الثاني په همدې ورځ د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سره په لیدنې کې پر دې ټينګار کړی، چې په غزې تړانګې کې بايد ډېر ژر اوربند وشي، عام وګړي بايد وساتل شي، د غزې ټولو سيمو ته باید پوره او دوامدارې بشري مرستې ورسول شي او اوسنی وضعيت باید ارام شي، تر څو سيمه ييز ثبات او امنيت وساتل شي.

د قطر صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني هم په همدې ورځ له بلینکن سره کتلي او وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته راڅرګند شوي دي.

محمد بن عبدالرحمن الثاني ويلي، چې د حماس د یوه جګپوړي مشر وژنې د قطر پر منځګړیتوب اغېزه کړې او په خبره يې، هېواد به یې د منځګړیتوب لپاره نه ستومانه کېدونکو کوښښونو ته دوام ورکړي.

نوموړي ويلي، د سره سمندر په شاوخوا کې دښمنانه پیښې "د منلو وړ نه دي" او دا يې د اسرائیل او فلسطین تر منځ د شخړې بده پایله بللې ده.

بلينکن محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په ليدنې کې ويلي، چې فلسطينيانو ته بايد اجازه ورکړل شي، چې خپلو کورونو ته ستانه او له غزې څخه وتلو ته اړ نه شي.

(ژباړه: شکريه)