د اسرائيل پوځ د جنورۍ د ۷مې نېټې په شپه خبر ورکړی، چې د هېواد په شمال کې د هوايي پوځ يوه اډه يې د لبنان د حزب الله له توغنديز بريد سره مخامخ شوې، چې له امله يې دغه اډه ويجاړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د اسرائيل د هوايي پوځ ياده اډه د دغه هېواد له دوو مهمو اډو څخه يوه ده، چې له شمالي سرحداتو څخه ګواښونه څاري.
د لبنان حزب الله د جنورۍ په ۶مې نېټې اعلان کړی، چې د اسرائيل پر يادې پوځي اډې يې څه باندې ۶۰ توغندي ويشتلي دي او يوه اړونده ويډيو يې هم خپره کړې ده.
اسرائيلي پوځ ويلي، چې د هوا ضد دفاعي وړتيا يې تر اغېز لاندې نه ده راغلې او اړونده پلټنه يې پيل کړې ده.