د عراق هوايي ځواکونو ۴ داعشيان وژلي
CMG2024/01/08 10:38:11
شريکول:

د عراق هوايي ځواکونو د جنورۍ د ۶مې نېټې په شپه د دغه هېواد په ختیځ دیالي ایالت کې د داعش ۴ وسله وال وژلي دي.

د عراق د ګډو عملياتو قومندانۍ مطبوعاتي مرکز د روانې میاشتې په ۷مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې تېره شپه په دیالي ایالت کې د داعش پر پټنځي بريد کړی او د دغه سازمان د یوه مشر په ګډون ۴ وسله وال يې وژلي دي.

د عراق د صلاح الدين ايالت پولیسو خبر ورکړی، چې داعشي وسله والو د روانې میاشتې په شپږمې نېټې په دغه ولایت کې د وسله والې حشدالشعبي ډلې دوه غړي او یو پولیس وژلي دي.