د فلسطین او اسرائیل کړکېچ منفي اغېزې او ګواښونه د نړیوالو د اندېښنې وړ دي
CMG2024/01/08 15:12:30
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال له پیلېدو راهیسې، د فلسطین او اسرائیل کړکېچ منفي اغېزې نورې هم پراخې شوې، د سیمې وضیعت حتی له کنټرول څخه د وتلو له ګواښ سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې د ډېرې اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.

په تېره اونۍ کې د منځني ختيځ وضعیت مخ په ترینګلي کېدو دی، نظامي عملیات پر له پسې تر سره شوي، د پټې وژنې پېښې هم کله کله شوې دي، د دې سیمې څو هېوادونه د جګړې تر سیوري لاندې دي.

د حماس د سیاسي بیورو معین  شیخ صالح الحریري د جنورۍ په ۲مې د لبنان په پلازمېنه بیروت په جنوب کې د ډرون په برید کې ووژل شو. د اسرائیل حکومت او ځواکونو د دې پېښې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی، خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، دغه برید د اسرائیل لخوا طرحه او ترسره شو، اسرائیل د دې عمل تر پيل وروسته واشنګټن ته خبر ورکړ.

او یاد برید د لبنان لوري د سخت غبرګون سبب وګرځېد. د اسرائیل دفاعي ځواک د جنورۍ په ۶مې وویل، د لبنان وسلوالې ډلې د همدې ورځې په سهار د اسرائیل شمال ته شاوخوا ۴۰ راکټي بمونه توغولي او د اسرائیل ځواکونو ځوابي برید هم کړی دی. د لبنان د حزب الله مشر  حسن نصرالله ویلي چې په بیروت کې د یاد برید له امله، دوی باید ځوابي تدبیرونه ونیسي، که نه، نو د لبنان ټول خلک ښايي د برید موخه وګرځي.

د امریکې ځواکونو د تېر کال په پای کې په سور سمندر کې د حوثیانو ډلې درې بېړۍ ډوبې کړې دي، د جنورۍ د ۶مې په سهاروختي په سور سمندر کې یې بیا یو ډرون غورځولی چې د حوثیانو تر اداري سیمې څخه پورته شوې. واشنګټن ویلي چې هغه وخت په شاوخوا کې څو سوداګریزې بېړۍ موجودې وې. د فلسطین او اسرائیل له روان کړکېچ راهیسې، حوثیانو څو ځلې پر هغو بېړیو حملې کړې چې له اسرائیل سره اړوند بلل شوې دي. دوی په دې سره له فلسطین سره خپل ملاتړ څرګند کړ. امریکې له نورو ۱۲ هېوادونو سره د جنورۍ په ۳مې د یوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره له حوثیانو ډلې وغوښتل چې د سور سمندر په سیمه کې پر سوداګریزو بېړیو حمله پای ته ورسوي. که نه، دوی به پر دغې ډلې نظامي برید وکړي.

د عراق وضعیت هم د ترینګلتیا په حال کې دی. د امریکې ځواکونو د جنورۍ په ۴مې د ډرون په وسیله د ځايي ملېشې پر تاسیساتو بمبارۍ وکړې او له امله یې د دې ملېشې د یو مشر په شمول څو تنه ووژل شول. په دې سره د عراق څو ملېشې ډېرې خپه شوې او د عراق له حکومت یې وغوښتل چې امریکايي ځواکونه وشړي. د عراق د صدراعظم محمد السوداني دفتر د جنورۍ په ۵مې ځواب ورکړ چې حکومت به په عراق کې د امریکې په مشرۍ د نړیوال ائتلاف دندې د پای ته رسولو لپاره یوه ځانګړې کمېټه جوړه کړي.

د فلسطین او اسرائیل د روان کړکېچ تر راپورته کېدو راهیسې، په عراق او سوریه کې د امریکې نظامي اډې او مېشت سرتیري له سلګونو بریدونو سره مخ وو، امریکايي ځواکونو هم د یادو دواړو هېوادونو د ميلشو پر ځينو تاسیساتو حملې وکړې.

سربېره پر دې، د ایران په کرمان ښار کې د جنورۍ په ۳مې دوه چاودنې وشوې او له امله یې ۹۲ تنه ووژل شول. داعش ډلې د جنورۍ په ۴مې نېټې د دغو چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده.

شنونکي وویل، چې اوس د منځني ختیځ امنیتي وضعیت پوره ترینګلی شوی او د توندلارۍ ډلو د ترهګریزو بریدونو لپاره فرصتونه برابر کړي دي او په نتیجه کې ښايي د سیمې وضعیت نور هم سخت شي.

د امریکې د خپرونې کمپنۍ (American Broadcasting Company) د خبرونو څانګې ویبپاڼه کې د یوې تبصرې په خپرېدو سره وویل، د صالح د پټې وژنې پېښې او د ایران چاودنې د نړیوالو هغه اندېښنه راپورته کړه چې د فلسطین او اسرائیل کړکېچ ښايي د سیمې د جګړې سبب وګرځي او د دې سیمې وسلوالې ډلې به ښايي په یوه سخته او ورانې کوونکې جګړه کې ډوبې شي.