اسرائيلي ځواکونو د غزې په جنوب کې پر څو سیمو بريدونه کړي، ۸۲ کسان يې وژلي
CMG2024/01/08 10:35:29
شريکول:

د فلسطین خبري اژانس د جنورۍ په ۷مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې تړانګې په جنوب کې د خان يونس او رفح ښارونو په شمول پر ډېرو سیمو سختې بمبارۍ کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ٨٢ کسان وژل شوي دي.

خبر وايي، تېره ورځ د خان یونس ښار ناصر روغتون ته ۷۱ مړي ور وړل شوي دي او په دغه روغتون کې سلګونه ټپيان تر درملنې لاندې دي.

راپورونه وايي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د رفح ښار په شمال کې پر څو ځایونو هوایي بریدونه کړي او ۱۱ کسان يې وژلي دي.

د اسرائيلي پوځ لوی درستيز هرزي هالوي په همدې ورځ د اردن سيند په لویدیځې غاړې کې له ميشتو سرتيرو لېدنه کړې او ويلي يې دي، چې هغه نه پوهيږي، چې په غزې کې به یې عمليات څومره وخت ونيسي، خو په ۲۰۲۴م کال کې به یې هلته جګړه روانه وي.