د مصر او فلسطين مشرانو د فلسطين پر اوسني حالت بحث کړی
CMG2024/01/09 10:03:15
شريکول:

د مصر ولسمشر عبدالفتح السيسي د جنورۍ په ۸مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې قاهرې کې له خپل فلسطيني سيال محمود عباس سره کتلي دي. دواړو خواوو د فلسطين پر اوسنيو حالاتو او په تېره بيا په غزې کې پر روانې شخړې بحث کړی دی.

د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، دواړو مشرانو د فلسطين د ملي واکمنۍ ادارې پر کليدي رول ټينګار کړی او دې نظر ته رسیدلي، چې د فلسطين مسئله يوازې د نړيوالې ټولنې په تاريخي، سياسي او بشري دندې په هراړخيزه او عادلانه توګه حل کېدای شي.

دواړو مشرانو د فلسطين چارو ته د زيان رسولو او له خپلو ځمکو نه د فلسطينيانو د شړلو له هر ډول توطيې سره هم مخالفت څرګند کړی دی.