چين د امریکا په پنځو پوځي صنعتي کمپنیو بندیزونه لګوي
CMG2024/01/09 15:59:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت د روان کال د جنورۍ په اوومه نېټه اعلان کړی چې د نړۍ د نورو هېوادونو د بنديزونو پر خلاف د چين د ولسي جمهوريت د قانون له مخې به د امريکا پر پنځو پوځي صنعتي تصديو بنديزونه ولګوي. دا چې ولې دغه بنديز به ولګوي، لامل يې دا دی چې امريکا په وروستيو کې بيا په تايوان پوځي وسلې پلورلې او په بېلابېلو پلمو يې پر چيني تصديو او شخصيتونو بنديزونه هم لګولي دي. چين د ياد تدبير په نيولو سره ځينو امريکايي سياستوالو ته خبرداری ورکړی چې د تايوان مسئلې په پلمه د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

په تور ليست کې پنځه امريکايي پوځي صنعتي شرکتونه شامل دي، دغه شرکتونه عبارت دي له:(BAE Systems Land and Armament)،(Alliant Techsystems Operation)،(AeroVironment)،(ViaSat)او(Data Link Solutions).

 ياد پوځي صنعتي شرکتونو تل په تایوان پوځي وسلې پلورلې او پلوري يې. د تېر کال د دسمبر په منځنۍ لسيزه کې د امريکا  د دفاع وزارت د چين تايوان ته د درې سوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د تجهيزاتو د پلورلو اعلان وکړ. دا واک ته د امريکا د اوسني واکمن ګوند له رسېدو راهيسې دوولسم ځل و چې تايوان ته يې پوځي وسلې پلورلې دي. د امريکا دغه کړنه د يو چين د پېژندلو له اصولو او د چين او امريکا ترمنځ  له درېیو ګډو اعلاميو په تېره بيا د اګست د ۱۷مې نېټې له اعلاميې څخه سرغړونه ده او په سان فرانسيسکو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو په ملاقاتو کې له کړې سياسي ژمنې څخه سرغړونه هم ده. له دې څخه ښکاري چې د تايوان مسئلې په هکله د امريکا ځينې سياستوال د باور وړ نه دي.

د امريکا د دفاع وزارت په اړوند ارګان وايي چې تايوان ته د پوځي وسلو د پلورلو موخه د قوماندانۍ، ځاني کنترول او مخابراتو په برخو کې د تایوان پوځ د توان او د دې سيمې د تش په نامه د دفاعي توان پياوړتيا ده. د شنونکو په اند پخوا امريکا په عمده توګه تایوان ته د الوتکو، توغندي او بې پيلوټه الوتکو په شمول وسلې وپلورلې، خو د جنګي قوت غښتليتوب د مخابراتو په شمول پر يو بشپړ سيستم تیکه کوي. دا ځل امريکا تايوان ته پوځي وسلې پلوري چې موخه يې د تايوان پوځ د ( نرم ځواک) د توان پياوړتيا ده.

خو امريکا بايد د خپلو ناسمو کړنو لپاره غټه بيه پرې کړي. چين څو څو ځلې په خپلې اعلامیو کې ويلي چې د تايوان مسئله د چين د کليدي ګټو کليدي برخه ده او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د سیاست بنسټ او د دغو اړيکو بنسټيزه کرښه هم ده. دا چې امريکا له يوې مودې راهيسې تايوان ته پوځي وسلې پلورلې دي، چين په وروستيو کلونو کې د (Lockheed Martin Space Systems Company) په شمول د امريکا پر لويو پوځي شرکتونو  بنديزونه لګولي دي. دا ځل چين بیا پر امريکايي پوځي شرکتونو بنديزونه لګوي چې له مخې به يې د چین په دننه کې د اړوندو تصديو ډول ډول شتمنۍ کنګل شي او له چيني سازمانونو او شخصيتونو سره معاملې او همکارۍ به هم منع شي.

د شنونکو په اند امريکا تايوان ته د پوځي وسلو پر پلورلو ټينګار کړی، نو د چين ځوابي تدبیرونه معقول دي. ياد پنځه پوځي شرکتونه په چین کې همکاريزې پروژې لري چې اقتصادي همکاريزې ګټې یې تايوان ته د پوځي وسلو څخه د تر لاسه شويو ګټو په پرتله زياتې دي. خو ورباندې د چين د بنديزونو له امله به دوی خپلې لازیاتې ګټې له لاسه ورکړي. که امريکا بيا تايوان ته پوځي وسلې وپلوري، چين به د دې ناسمې کړنې پر وړاندې لا جدي تدبیرونه ونيسي.

دا ځل چين پر پنځو امريکايي پوځي شرکتونو د بنديزونو له لارې ځينو امريکايي سياستوالو ته د ملي حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره ټينګه اراده ښودلې ده. امريکا دې د يو چين د پېژندلو او د تايوان د بېلتون غوښتونکو څخه د نه ملاتړ کولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي. حقيقت ثابت وي، هر څومره چې امريکا تايوان ته پوځي وسلې وپلوري، همدا به د چين د ملي وحدت مخه ډپ نه کړي.