اکوادور ۶۰ ورځني اضطراري حالت ته داخل شوی
CMG2024/01/09 10:02:08
شريکول:

د اکوادور ولسمشر دنيال نوبوا د جنورۍ په ۸مې نېټې اعلان کړی، چې هېواد يې د سختې کورنۍ شخړې له امله ۶۰ ورځني اضطراري حالت ته ننوتلی دی.

ځايي خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د نشه يي توکو يو لوی قاچاقبر ممکن د روانې مياشتې په ۷مې نېټې د دغه هېواد په جنوب لويديځ کې له يوه زندانه تښتېدلی وي.

راپورونه وايي، د روانې مياشتې په ۸مې نېټې د دغه هېواد په ۶ زندانونو کې شخړې شوي او بنديانو څو پوليس اختطاف کړي دي.