اوکراین: د روسیې توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي
CMG2024/01/09 11:15:03
شريکول:

د اوکراین کورنیو چارو وزیر اهور کلیمنکو او د دغه هېواد د ولسمشرۍ دفتر مرستیال رئیس کولیبا د جنورۍ په ۸مې پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې روسي ځواکونو په همدې ورځ د اوکراين پر څلورو ايالتونو(دنیپروپیټروفسکا، ژاپوریزکا، خارکیفسکا او کخمیلنیتڅکا) توغندیز بریدونه کړي، چې له امله يې ۴ کسان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک د همدې نېټې په سهار پر ټولنیزو رسنیو ويلي، چې د روسي هوايي ځواکونو ميګ ـ۳۱(MiG-31) جنګي الوتکو پر اوکراین ۵۱ توغندي ویشتلي، چې په دغو کې د ډيګر په نوم ۴ توغندي او ۶ (اېس اېس-اېکس-۲۶) توغندي شامل دي.

راپورونه وايي، روسي ځواکونو په دغو بريدونو کې د اوکراين مهم بنسټيز تاسیسات او ملکي او نظامي صنعتي تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي، چې هوايي دفاعي ځواک يې د روسیې د ۱۸ کروز توغنديو او ۸ بې پېلوټه الوتکو مخه نیولې او هغه توغندي، چې د اوکراين له لوري شنډ شوي، خپلو هدفونو ته نه دي رسيدلي.