باجوړ کې يوې چاودنې ۲۸ پاکستاني پولیسو ته مرګژوبله اړولې
CMG2024/01/09 10:46:56
شريکول:

د پاکستان کورنيو چارو وزات د جنورۍ په ۶مې نېټې ويلي، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په شمال لوېديځ کې د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمې کې د پوليسو پر يوه موټر بمي چاودنه شوې، چې له امله يې لږ تر لږه ۶ پولیس وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.

د باجوړ د پوليسو ادارې مشر کاشف ذوالفقار رسنيو ته ويلي، چې د جنورۍ د ۶مې په سهار د هغو پوليسو پر موټر د سړک غاړې د ريموټ کنټرول بم چاودنه شوې، چې د پوليو ضد د واکسین کارکوونکو امنیت يې ساته.

ذوالفقار ويلي، چې په چاودنې کې يوازې پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده.