محمد بن زايد النهيان په غزې کې پر اوربند ټینګار کړی
CMG2024/01/09 14:49:43
شريکول:

د عربي متحده اماراتو ولسمشر محمد بن زايد النهيان د جنورۍ په اتمې نېټې ويلي، چې په غزې تړانګې کې د جنګ ښکېلې خواوې باید د ملکي وګړو د ساتنې، ځايي اوسېدونکو ته د اوږدمهاله او خوندي بشري مرستو د برابرولو او د هغوی د اجباري مهاجرت د مخنيوي لپاره اوربند وکړي.

محمد بن زايد په همدې ورځ په ابوظبۍ کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر بلینکن سره تر ليدنې وروسته يادې څرګندونې کړې دي.

د عربي متحده اماراتو خبري اژانس ويلي، دواړو لورو موافقه کړې، چې په غزې کې د روانې شخړې د پراخېدو مخه بايد ونیول شي او بېلا بېلې خواوې باید د سیمه ييز ثبات او هراړخیزې او دايمي سولې د رامنځته کولو لپاره کوښښونه وکړي.

(ژباړه: شکريه)