شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي ډسپلين کمېټې ۳مې عمومي غونډې کې مهمه وينا کړې
CMG2024/01/09 10:05:49
شريکول:

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د جنورۍ د ۸مې نېټې په سهار د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي ډسپلين کمېټې په ۳مې عمومي غونډې کې يوه مهمه وينا کړې ده.

نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، چې ۱۰کلنو هڅو په چين کې د فساد ضد مبارزې مطلق برياليتوب تر لاسه کړی او ګڼې لاسته راوړنې لري، خو اوسنی حالت يې لا هم پيچلی او سخت یاد کړی دی.

هغه څرګنده کړې، چې مونږ بايد د فساد ضد د مبارزې پر نوي حالت ښه پوهېږو او دغې مبارزې ته بايد په کلکې ارادې دوام ورکړو.