د فرانسې لومړۍ وزیرې اېليزابت بورني استعفا وکړه
CMG2024/01/09 14:48:40
شريکول:

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د جنورۍ په ۸مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې ولسمشر ايمانويل ماکرون په همدې ورځ د لومړۍ وزيرې اېليزابت بورني استعفا منلې ده.

ماکرون پر ټولنیزو رسنیو د یوه پیغام په خپرولو سره د لومړۍ وزیرې اېليزابت بورني د چارو ستاينه او مننه ترې کړې ده.

بورني د ۲۰۲۲م کال په مې کې د فرانسې د لومړۍ وزيرې په توګه وټاکل شوه.

د فرانسې له سیاسي کړنلارې سره سم، کله چې ولسمشر د نوي لومړي وزير د ټاکلو پلان لري، نو اوسنی لومړی وزیر به استعفا کوي.

(ژباړه: شکريه)