په سوريې کې پر يوه پوځي موټر د بريد له امله ۲۲ کسانو ته مرګژوبله اوښتې
CMG2024/01/10 15:02:35
شريکول:

د سوريې پوځ د جنورۍ په ۹مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې په همدې ورځ د دغه هېواد په مرکزي حمص ولايت کې پر يوه پوځي موټر برید شوی، چې له امله يې ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

اعلاميه وايي، ترهګرو د حمص ولايت د بالميرا ښار په جنوب کې پر يوه پوځي موټر بريد کړی، چې له امله يې ۸ سرتيري او يو ملکي وګړی وژل شوي او ۱۱ سرتيري او ۲ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

په اعلاميې کې نه دي ويل شوي، چې دا بريد چا او يا کومې ډلې کړی دی، خو د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان، چې مقر يې په بريتانيا کې دی، د دغه بريد پړه پر داعش اچولې ده.

ياد سازمان ويلي، داعش د روانې مياشتې په ۹مې نېټې په حمص ولايت کې پر يوه پوځي بس بريد کړی، چې له امله يې ۱۴ سرتيري وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي.