شي جين پينګ د امريکا د ايووا ایالت دوست سارا لاندي ته ځوابي پيغام ولېږه
CMG2024/01/10 15:29:13
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۴مې نېټې د امريکا د ايووا ایالت دوست سارا لاندي ته ځوابي پيغام ليږلی دی.

نوموړي په پيغام کې لیکلي، د چين او امريکا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵ کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او همکارۍ پياوړې شوي او نړۍ ته يې هم ګټې رسولې دي.

شي جين پينګ د چين او امريکا د اړيکو راتلونکی په ځوانانو پسې تړلی بللی دی او په خبره يې، هغه څه موده مخکې اعلان کړی، چې په راتلونکو ۵ کلونو کې به ۵۰ زرو امريکايي ځوانانو ته بلنه ورکړي، چې د زده کړې او نظر تبادلې لپاره چين ته سفر وکړي او د (Muscatine) مسکاټین عالي ښوونځي د زده کوونکو تود هرکلی یې کړی، چې له دغه فرصته ګټه واخلي.

د امريکا د ايووا ایالت دوست سارا لاندي د چين دولت رئيس شي جين پينګ ته په يوه ليک کې د امريکا د دوستانو ډلې د هرکلي په مېلمستيا کې د نوموړي وينا د هرکلي وړ او الهام بښونکې بللې وه او هيله يې ښودلې، چې د مسکاټین عالي ښوونځي زده کوونکي به هم د زده کړې او  نظر تبادلې لپاره له دغه فرصت ګټه واخلي او چين ته به سفر وکړي.