د عراق ولسمشر: نړیوال ائتلاف باید د موافقې په چوکاټ کې عمليات وکړي
CMG2024/01/10 11:08:26
شريکول:

د عراق ولسمشر عبداللطيف راشد د جنورۍ په ۹مې نېټې په پلازمېنې بغداد کې ويلي، چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف بايد د موافقې په چوکاټ کې اړوند اقدامات ترسره کړي.

د عراق د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوې خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې عبداللطيف راشد په همدې ورځ د امریکا له سفیرې الینا رومانوسکي سره د کتنې پر مهال ويلي، چې نړیوال ائتلاف باید ټول عملیات د هوکړې له مخې ترسره کړي او د عراق امنيتي ځواکونو ته باید روزنه او مشورې ورکړي.

نوموړي له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د داسې متوازنو دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو هيله ښودلې، چې د عراق او منځني ختیځ د خلکو په ګټه وي.

عبداللطيف راشد ويلي، د فلسطين او اسرائيل ترمنځ روانې شخړې د منځني ختيځ پر ثبات جدي اغېزه کړې او په خبره یې، د امريکا په ګډون نړيواله ټولنه بايد خپل مسووليتونه ادا کړي او د خبرو اترو له لارې باید سيمه ييز تاوتريخوالی کم کړي.

(ژباړه: شکريه)