په کابل کې يوې چاودنې ۳ تنه وژلي
CMG2024/01/10 09:54:50
شريکول:

افغان پوليسو د جنورۍ په ۹مې نېټې په پلازمېنې کابل کې د یوې چاودنې خبر ورکړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې يو موټر د دغه ښار په ۱۶مې حوزې کې چاودنه کړې، پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي، پلټنې يې پيل کړي دي او په تړاو يې يو شکمن کس هم نيولی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.