بلینکن: امريکا له غزې څخه د خلکو د ايستلو پلان سره مخالفت کوي
CMG2024/01/10 11:14:39
شريکول:

د امریکې بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د جنورۍ په ۹مې نېټې د اسرائيل په پلازمېنې تل ابيب کې رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونه بايد د غزې د شمالي سیمو اوسېدونکو ته اجازه ورکړي، چې خپلو کورونو ته ستانه شي او بهر کې يې د دوی د مېشتېدو له پلان سره مخالفت ښودلی دی.

بلینکن د روانې مياشتې په ۸مې نېټې اسرائيل ته رسيدلی او په ۹مې نېټې يې د دغه هېواد له صدراعظم بنيامين نېتانياهو، له بهرنيو چارو وزير کاتز او له دفاع وزير يواو ګالانت سره ليدلي او د سیمې د حالاتو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي په همدې ورځ يوې خبري غونډې ته ويلي، چې د غزې په شمالي سيمې کې د اسرائيلي ځواکونو د عملياتو شدت په کمېدو دی، خو په غزې تړانګې کې يې د اسرائیلي ځواکونو د هغو اقداماتو ملاتړ کړی، چې د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې يې پېل کړي دي او په خبره يې، اسرائيل په همدغسې اقداماتو د بريدونو مخه نيولی شي.

بلینکن زياته کړې، امریکا د اسرائیو په شمالي سرحدي سیمو کې له ټينګ امنیت ملاتړ کوي او هڅې کوي، چې د ډیپلوماتیکو لارو چارو له لارې د اسرائیل او لبنان ترمنځ ستونزې حل کړي.

نوموړي دا هم ويلي، د غزې اوسیدونکي دې له کوره نه وځي او له غزې څخه بهر دې نه مېشت کيږي او په خبره يې، ملګري ملتونه به اړوند وضعیت وڅيړي او د غزې په شمال کې بې ځایه شوي فلسطینیان به خپلو کورونو ته خوندي ستانه کړي، خو دغه هدف ته رسیدل ډېرې ننګونې لري.