چين: نړيواله ټولنه بايد په غزه کې د اوربند لپاره پوره هڅې وکړي
CMG2024/01/10 09:52:11
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي ګنګ شوانګ د جنورۍ په ۹مې نېټې د دغه نړيوال سازمان د عمومي اسمبلۍ يوې غونډې کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی، چې په ټولو هڅو بايد په غزې تړانګې کې د اوربند لپاره لاره هواره کړي.

نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې څرګنده کړې، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له پيل راهيسې څه باندې ۳ مياشتې تېرې شوي او په خبره يې، په دغې مودې کې په غزې تړانګې کې بې ساري سخت بشري ناورينونه رامنځته شوي، هره ورځ پکې بې ګناه عام وګړي وژل کېږي او وضعيت يې نور هم مخ په سختېدو دی.

ګنګ شوانګ په غزې کې سمدستي اوربند د نړيوالې ټولنې ګډه غوښتنه او د سولې د اعاده کېدو بنسټ ياد کړی دی، خو د امنيت شورا غړي تر اوسه د اوربند په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.

هغه زياته کړې، په غزې کې د ولسي وګړيو د ژغورلو، د سيمه ييزې ترينګلتيا د مخنيوي او د دوو هېوادونو لايحې د تر سره کېدو په پار بايد سمدلاسه اوربند وشي.