د چين او تونيس مشرانو د دواړو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو د ۶۰ مې کليزې په پار يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2024/01/10 15:27:12
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جین پينګ او د تونيس ولسمشر قیس سعيد د جنورۍ په ۱۰ مې نېټې د دواړ هېوادونو د رسمي اړيکو د ټينګېدو په پار یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

شي جين پینګ په خپل پيغام کې ويلي، د چین او تونيس ترمنځ اړيکو له ۶۰ کلونو راهيسې د نړيوالو حالاتو له بدلونونو سره سره بيا هم هميشه ثابت او سالم پرمختګ کړی دی.

نوموړي ويلي، چې هغه له تونيس سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له ولسمشر قیس سعيد سره يو ځای د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټینګېدو ۶۰ مه کليزه يو نوی پيل وګڼي، دوامدار پرمختګ ورکړي او د خپلمنځي دوستانه همکاریو د نویو لاسته راوړنو لپاره کوښښونه وکړي.

قیس سعيد په خپل پيغام کې ويلي، هېواد يې غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي او خپلمنځي اړيکې ورسره لوړې سويې ته ورسوي.

د چين او تونيس صدراعظمانو هم په همدې ورځ يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي او ګډه هيله يې ښودلې، چې د دواړو هېوادونو دوستي پیاوړې او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکارۍ لانږدې شي.