د فلسطین او اسرائیل د شخړې له امله د غزې ۸۵٪ وګړي بېځایه شوي
CMG2024/01/10 10:49:13
شريکول:

ملګرو ملتونو د جنورۍ په ۹مې نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې د فلسطين او اسرائيل د روان کړکېچ په تړاو تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې یې په غزې تړانګې کې ۱.۹ ميليونه وګړي بېځايه شوي دي، چې دا د غزې نفوس ۸۵ سلنه جوړوي. برسیره پر دې د يادې شخړې له امله د غزې طبي سیسټم هم سخت زیانمن شوی دی.

د فلسطین د روغتیا وزارت وروستي مالومات ښيي، چې په غزې تړانګې د شخړې له امله تر دې دمه تر ۲۳۰۰۰ زیات کسان وژل شوي او نږدې ۵۹۰۰۰ کسان ټپيان شوي دي، چې دا  په جلا جلا توګه د غزې د نفوس ۱٪ او ۲.۷٪ برخه جوړوي.

روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۲۶مې نېټې د بشري مرستو د ليږد خوندي لارو د نشتوالي له امله هغه شپږ پلانونه لغوه کړي، چې د غزې شمال ته یې طبي تجهیزات ليږدول.