اسرائيلي پوځ د جنورۍ په ۹مې نېټې يوې اعلاميې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې په همدې ورځ د لبنان د حزب الله پر لوړ پوړي قوماندان علي حسين بمباري کړې او وژلی یې دی.
اعلاميه وايي، چې علي حسين په همدې ورځ د اسرائيلي پوځ د شمالي قومندانۍ پر مقر د بريد پلان جوړ کړی و.
اعلاميه زياتوي، اسرائيلي پوځ په همدې ورځ د حزب الله څو نور وسله وال هم وژلي، چې اسرائيل ته يې د بريدونو په موخه د بې پيلوټه الوتکو د ليږد هڅې کولې.