شي جين پينګ د مالدیو له ولسمشر محمد مویزو سره وکتل
CMG2024/01/11 10:46:03
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۰مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د مالدیو جمهوریت ولسمشر محمد مویزو سره کتلي او د دواړو هېوادونو په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

دواړو مشرانو د چین او مالدیو اړیکې هراړخیزو ستراتيژیکو همکاریزو اړیکو ته لوړې کړې دي.
شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چین او مالدیو د رسمي اړیکو د ټینګېدو له ۵۲ کلونو راهیسې تل یو د بل احترام او ملاتړ کړی او د لوی او کوچني د مساوي چلند او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ یوه نمونه یې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې نورې هم ژورې شوي او د کمربند او لارې ګډې جوړونې او ځينو نورو برخو کې یې یو لړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي.

شي جين پينګ د چین او مالدیو اړیکې هراړخیزو ستراتيژیکو همکاریزو اړیکو ته پورته کول، د دواړو هېوادونو د اړیکو پرمختګ لپاره ګټورې او د خلکو د هیلو پوره کولو لپاره سمې بللې دي او زياته کړې يې ده، چې چين به له مالدیو سره د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړي.

ولسمشر محمد مویزو په خپلو خبرو کې ويلي، چې چین د مالدیو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ډېرې اغېزمنې مرستې کړي او هېواد يې د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په شمول له ځينو همکاریزو پروژو څخه ګټې اخیستې دي.

نوموړي ويلي، هېواد به يې له چین سره د هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو د ټينګښت په مټ د دواړو خواوو همکارۍ نورې هم ژورې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زیاتې ګټې ورسوي.

(هیله)