شي جين پينګ د فنلنډ له ولسمشر سولي ننستو سره ویډيويي خبرې وکړې
CMG2024/01/11 14:31:25
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۰مې له خپل فنلنډي سیال سولي ننستو سره ویډيويي خبرې کړې دي.

شي جين پينګ له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد به یې له فنلنډ سره د پرمختګ فرصتونه شریک کړي، د ګډو ګټو پر بنسټ به ورسره خپلمنځي همکارۍ ژورې او د نوي ډول همکاريزې اړیکې به ورسره ټينګې کړي او د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو او د مختلفو هېوادونو د عصري کېدو جریان د پرمخبېولو لپاره به ورسره فعال کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ اوسنی نړیوال وضعیت د ترینګلي کېدو په حال کې بللی دی.

نوموړي ويلي، د چین او اروپا ترمنځ اړیکې ستراتيژيک ارزښت او لوړې نړیوالې اغېزې لري او هېواد به يې له اروپا سره ښې اړیکې وساتي او ګډ پرمختګ به ورکړي.

ولسمشر سولي ننستو ویلي، فنلنډ غواړي له چین سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ نورې هم نږدې او پياوړې کړي او د فنلنډ او چین او د اروپا او چین د اړیکو ټينګښټ به پرمخ بوځي.

نوموړي ويلي، هېواد به يې د سیمې او نړۍ په چارو کې له چین سره همغږي پياوړې کړي او له نړیوالو ننګونو سره به په ګډه مقابلې وکړي.

(هیله)