شي جين پينګ د بنګله ديش نوې صدر اعظمې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/01/11 10:55:42
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۱مې نېټې شېخ حسينې ته د بنګله دېش د ولسي جمهوريت د صدراعظمې په توګه د بيا ټاکل کېدو په پار د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

د بنګله دېش کابينې د جنورۍ په ۱۰مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد ولسمشر محمد شهاب الدين چوپو په همدې ورځ د عوامي ليګ مشره شيخ حسينه د صدراعظمې په توګه ټاکلې او د نوموړې په مشرۍ د نوې کابينې په جوړولو يې موافقه کړې ده.

بنګله دېش د جنورۍ په اوومې نېټې د ۱۲مې دورې پارلماني ټاکنې ترسره کړې، چې د شېخ حسینې په مشرۍ عوامي لیګ له ۲۹۸ پارلماني څوکیو څخه ۲۲۲ خپلې کړې دي.

(ژباړه: شکريه)