۲۰۲۳م کال کې د چين د اقتصادي او سوداګريزو نندارتونونو شمېر د کرونا دمخه کچې ته بېرته رسېدلی دی
CMG2024/01/11 11:04:23
شريکول:

د چين د نړيوالې سوداګرۍ هڅونکې ټولنې د جنورۍ په ۱۰مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د نندارتون چارو د پرمختګ راپور خپور کړی دی.

راپور وايي، چين په ۲۰۲۳م کال کې په ټوليز ډول ۳۹۲۳ اقتصادي او سوداګريز نندارتونونه تر سره کړي، چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۱۱۷.۱ سلنه او د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۰،۶ سلنه زیاتوالی ښيي او د نندارتونونو عمومي مساحت يې ۱۴۱ ميلیونه متره مربع و، چې دغه رقم د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۱۵۳.۳ سلنه او د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۸.۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي. 

احصائيې ښيي، چې په ۲۰۲۳م کال کې د چين د اقتصادي او سوداګریزو نندارتونونو شمېر او عمومي مساحت يې د کرونا دمخه کچې ته بېرته رسیدلی او د اقتصادي سمسورتيا تمایل يې ښکاره کړی دی.

(ژباړه: شکريه)