وانګ يي د روسيې خارجه وزير سیرګي لاوروف سره ټليفوني خبرې وکړې
CMG2024/01/11 10:57:15
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په ۱۰مې نېټې له خپل روسي سیال سيرګي لاوروف سره ټليفوني خبرې کړي او په خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

دواړو سیالانو د خبرو په پيل کې د مبارکۍ پیغامونه تبادله کړي دي.

وانګ يي ويلي، سږ کال د چين او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۷۵مې کاليزې سره برابر او هم د چين او روسيې د کلتوري کال پيل دی.

نوموړي ويلي، دواړه خواوې دې د مشرانو د شوې موافقې پيروي وکړي، د کلتوري کال اړوند فعاليتونه دې ترسره او د لوړې کچې تبادلې دې پياوړې کړي، د دوه اړخيزو عملي همکاريو ژور پرمختګ او په بېلا بېلو برخو کې د خلکو ترمنځ کلتوري تبادلې ته دې وده ورکړي او د عامه افکارو او د دوه اړخیزو اړیکو ټولنیز بنسټ دې نور هم پیاوړی کړي.

وانګ يي باور ښودلی، چې چين او روسیه کولی شي، خپلې کورنۍ سیاسي اجنډاوې په برياليتوب بشپړې کړي او خپل ثبات او پرمختګ وساتي.

سیرګي لاوروف ويلي، چې ۲۰۲۳م کال کې د روسیې او چین تر منځ اړیکو کې د پام وړ برياليتوبونه رامنځته شوي او هېواد يې غواړي په روان کال کې له چين سره د لوړې کچې تبادلې وساتي، د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې ورسره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، د سپورټ او کولتور په ګډون ځينو برخو کې ورسره د خلکو ترمنځ تبادلې ژورې او د روسيې او چين د کولتوري کال فعاليتونه تر سره کړي، په نړيوالو چارو کې خپلمنځي همغږي ورسره ټينګه وساتي، څو چارې يې ښې پايلې تر لاسه کړي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

(ژباړه: شکريه)