د فلسطین خبري اژانس د جنورۍ په ۱۰مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د غزې پر مرکزي او جنوبي سیمو سخت بریدونه کړي او ۷۳ کسان يې وژلي دي.
خبر وايي، اسرائیلي ځواکونو د غزې پر مرکزي سیمو سخت بريدونه کړي او ۵۸ کسان يې وژلي دي او د دې ترڅنګ په سیمې کې يې د کډوالو پر دوو کمپونو هم حملې کړي، چې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۲۰ تنه یې وژلي دي.
بل خبر وايي، اسرائیلي ځواکونو د جنورۍ د ۹مې نېټې په شپه د غزې تړانګې جنوب ته په رفا ښار کې پر یوه استوګنځي برید کړی، چې په پایله کې يې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.