کيم جونګ اون: کوریا جمهوريت زمونږ سخت دښمن دی، خپل ملي دفاعي ځواک پياوړی کوو
CMG2024/01/11 10:49:13
شريکول:

د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي اژانس د جنورۍ په ۱۰مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون په دې وروستیو کې د هېواد د مهمې پوځي صنعتي فابریکې معاینه کړې او په ترڅ کې یې کوریا جمهوریت (جنوبي کوریا) خپل اصلي دښمن ياد کړی دی.

نوموړي ويلي، چې له جنوبي کوریا سره د خپل هېواد په اړیکو کې بايد تر هر څه دمخه ملي دفاعي وړتيا او اټومي قوت پياوړی کړي.

کیم جونګ اون ویلي، جنوبي کوریا تل د شمالي کوريا پر وړاندې د مقابلې پالیسي غوره کړې او په خبره يې، اوس یې وخت دی، چې جنوبي کوریا تر ټولو سخت دښمن وبولو او شمالي کوریا باید دغه حقیقت ومني.

نوموړي زياته کړې، چې شمالي کوریا به په یو اړخیزه توګه د کوریا ټاپووزمې کې لویې پیښې جوړې نه کړي، خو له جګړې به هم ډډه ونه کړي.