د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۱۱مې نېټې په یوې خبري ناستې کې ویلي، چې د هېواد د کډوالو ملي ادارې بهرنیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار ۵ نوي تدبیرونه نیولي، چې په تطبیق سره به يې د سوداګرۍ، زده کړې او سيلانۍ په موخه چین ته د بهرنیانو د راتګ چلند نور هم اسانه شي.
د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر یاد ۵ تدبیرونه په دې ډول دي:
۱ـ چين به په مختلفو سرحدي بندرونو کې د بهرنیانو لخوا د ویزې غوښتلو شرایط اسانه کړي.
۲ـ چين به بهرنیو وګړو ته په ۲۴ ساعتونو کې د بېجینګ نړیوال هوايي ډګر په شمول د نهو لويو نړيوالو هوايي ډګرونو له لارې نورو هېوادونو ته له سرحدي پلټنې پرته د ورتګ اجازه ورکړي.
۳ـ په چین کې میشت بهرنیان به د اوسېدو ځای ته نږدې اداري ارګان کې د ویزې د تمديد او بدلېدو په شمول کارونه ترسره کولای شي.
۴ـ که بهرنيان څو ځله چين ته د تګ راتګ اړتيا لري، نو چين ته د بیا تګ ویزو غوښتنه وړاندې کولای شي.
۵ـ په چین کې د میشتو بهرنیانو لخوا د وېزې غوښتلو سندونه به اسانه شي.