د منځني ختيځ هېوادونه په چين کې پانګونې ته لېوال دي
CMG2024/01/11 11:11:12
شريکول:

د نيو په نوم د چين د ځيرک بريښنايي موټرو شرکت څه موده مخکې اعلان کړی، چې د عربي متحده اماراتو د CYVN Holdings پانګوونکي ارګان لخوا د ۲ميليارډ او ۲۰۰ ميليونه ډالرو په ارزښت ستراتيژيکې پانګونې يې تر لاسه کړې. د سينګاپور د «ليان هه ځاو باو» ورځپاڼې په قول، دا د پاملرنې وړ ګرځېدلې، چې د منځني ختيځ هېوادونو د پانګوونکو څانګو په چين کې ډېرې پانګونې وکړې.

په تېر يو کال کې په چين کې د پانګونې لوړې څپې په بې ساري ډول د منځني ختيځ په هېوادونو کې راپورته شوې. د منځني ختيځ شتمنو بنسټونو په پرله پسې ډول په چين کې دفترونه جوړ کړي او په چينايي تصديو کې يې پانګونې کړې دي. د عربي متحده اماراتو یو اړوند موباډالا (Mubadala) شرکت د تېر کال په سپتمبر کې په بېجينګ کې خپل دفتر پرانیست. د سعودي عربستان د عامو پانګونو صندوق په چين کې د نورو زياتو دفترونو جوړولو اعلان کړی. سربېره پر دې، د کويټ د پانګونې ادارې، د قطر د پانګونې ادارې په چيني بازار کې هم ډېر فعال دي. د منځني ختيځ هېوادونو د حاکميت بډايي صندوقونه د چين د اسهامو په بازار کې د څه باندې څلوېښتو مخکښو شرکتونو پانګوونکي ګرځېدلي دي، چې د چين د نوې انرژۍ، انټرنيټ، بيالوژيکي درملو او د جګپوړو تاسيساتو په چارو پورې اړه لري.

عربي هېوادونه په چين کې پانګونې ته لېوالتيا لري، څرنګه چې دغه پانګونه به دوی ته لا زيات مالي ځوابونه ورسوي او دوی هم هيله لري، چې په چين کې د نوې انرژۍ په شمول ساحو کې ګډون وکړي څو په خپل هېواد کې د نفتو او طبيعي ګازو په اتکا سره ساده اقتصادي جوړښت تنظيم او د نوې انرژۍ او د ځيرکو ښارونو په بڼې بدل کړي.

نه يوازې د منځني ختيځ هېوادونه د چين په تصديو کې پانګونې ته لېوال دي، بلکې چيني تصدۍ هم غواړي د منځني ختيځ هېوادونو له شرکتونو سره همکارۍ وکړي. په تېر کال کې د چين د ساينس او ټېکنالوژۍ ګن شمېر تصديو منځني ختيځ هېوادونو ته تللي و، دغه راز د چين او عربي هېوادونو تر منځ لاسليک شوي همکاريز تړونونهڅو چنده زيات شوي دي. اقتصادي پوهانو اټکل کړی، چې د منځني ختيځ او شمالي افريقا هېوادونه له شرقي هېوادونو سره د لا نژديو ډيپلوماتيکو او اقتصادي اړيکو په لټه کې دي، نو راتلونکې ته په کتو به چين لا هم په دې سيمه کې د بهرنيو پانګونو د جذبولو مهم انجن وي.

د چين او منځني ختيځ د يو او بل په هېوادونو کې د پانګونې لوړې څپې شاليد دا دی، چې د تېر کال په مارچ کې د چين تر منځګړيتوب د ايران او سعودي عربستان تر منځ سياسي اړيکې بيا ټينګې شوې او د منځني ختيځ د ټولې سيمې د روغې جوړې بهير هڅونه شوې، د دواړو خواوو د تصديو خاوندانو د متقابلو پانګونو باور په دې پروسه کې هم پياوړی شوی دی. اوسمهال چيني تصدۍ په ايران کې ورځ په ورځ د فعالېدو په حال کې دي، په ځانګړې توګه ځينې غير دولتي منځنۍ او کوچنۍ تصدۍ په تهران کې سوداګريز فرصتونه لټوي. د ۲۰۲۳کال د چين په نړيوال وارداتي نندارتون کې د ايران د برخوالو شرکتونو شمېر او مساحت د پخوا په پر تله لسګونه ځله زيات شوی دی.  

د منځني ختيځ د حاکميت بډايي صندوق پانګونې پخوا په اروپا او امريکا کې متمرکزه وه، خو اوس دوی هيله لري، چې څو اړخیز اقتصادي جوړښت رامنځته کړي. کله چې د منځني ختيځ صندوقونه له چين سره نورې نژدې همکارۍ کړي او کوي يې، امريکا په دې تړاو ډېر اندېښنه څرګنده کړې ده. د بلومبيرګ (Bloomberg) خبري اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د منځني ختيځ د حاکميت بډايي صندوق معاملې د دغه هېواد د حکومت تر جدي څارنې لاندې دي. د امريکا اړوند چارواکي په دې اندېښمن دي، چې عربي متحده اماراتو ته لېږل شوي کليدي ټېکنالوژۍ، تخنيکي تاسيسات او ډيټا (Data) به چين ته ورسېږي.

د منځني ختيځ هېوادونه او چين د ګډو ګټو لپاره په خپله خوښه د يو او بل په هېوادونو کې پانګونې زياتوي، امريکا په دې چارو کې د لاسوهنې حيثيت نه لري. امريکا په وروستيو کلونو کې په منځني ختيځ کې خپل نفوذ کم کړی او په دې اړه اندېښنه لري چې تسلط غوښتنه به له لاسه ورکړي. خو امريکا بايد خپلې ناسمې تګلارې ته وګوري، خو د منځني ختیځ هېوادونه او چين تر منځ د همکاريو مخه ونه نيسي، دا  به د دې لامل شي چې د منځني ختيځ هېوادونو باور نور هم له لاسه ورکړي.