د عراق پوځ د داعش درې وسلوال وژلي
CMG2024/01/11 14:23:18
شريکول:

د عراق پوځ د جنورۍ په ۱۰مې نېټې خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې د هېواد په شمالي  کرکوک ولايت کې عمليات کړي او د داعش درې غړي يې وژلي دي.

د عراق د ګډو عملياتو د قومندانۍ رسنيز مرکز په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې جنګي الوتکو یې په کرکوک ولايت کې پر داعشيانو بريد کړی، چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي.

اعلاميه وايي، عراقي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې تر ځمکې لاندې يو سوری او تونل هم کشف کړي او ګڼ لاسي بمبونه، د شپې لرليدونه، توکي او ځينې مهم اسناد يې ترې تر لاسه کړي دي.

اعلاميې کې د هوايي بريد د وخت یادونه نه ده شوې.