د فلسطين ولسمشر محمود عباس د جنورۍ په ۱۰مې نېټې د اردن سیند لويديځې غاړې په رام الله ښار کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن سره کتلي او په خپلو خبرو کې يې په ټينګار ويلي، چې فلسطين لوری له غزې څخه د خلکو د شړلو په اړه اسرائيلي پلان "په جدي توګه ردوي".
د فلسطين خبري اژانس د محمود عباس په قول خبر ورکړی، چې غزه د فلسطیني دولت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او د غزې د بېلېدو يا ګوښه کېدو په پار د اسرائیل هر ډول پلان د منلو وړ نه دی.
عباس ویلي، لازمه دا ده، چې اسرائيل دې سمدستي د فلسطینیانو پر وړاندې د نسل وژنې جګړه ودروي، غزې تړانګې ته دې بشري مرستې ورسېږي او د خلکو د غم د کمولو لپاره د پناه ځایونو او روغتونونو رول ولوبوي.
نوموړي له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه کړي، چې د نړیوالو قوانینو پر اساس دې د سیاسي حل لار پيدا کړي او فلسطین ته دې ژر د ملګرو ملتونو غړیتوب ورکړي.
بلینکن د غونډې په جریان کې له دوو هېوادونو لايحې څخه د امریکا ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړی او په سوله کې د فلسطین او اسرائیل د ګډ ژوند پر اهمیت يې ټینګار کړی دی.