ایکوادور کې په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي
CMG2024/01/11 11:13:48
شريکول:

د ايکوادور حکومت د جنورۍ په ۹مې نېټې ويلي چې په همدې ورځ د دغه هېواد په جنوب لوېديځ د ګواياس په ولايت کې يو لړ تاوتریخوالي رامنځته شوی چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د ګواياس ولايت د مرکزي ګوايا کويل ښار مشر په ۹مې نېټې په يوې خبرې ناستې کې ويلي، چې په دغه ښار کې د پوليسو پر مرکزونو او د موټرو د سوځولو په پېښو کې ۸ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د بل خبر له مخې، ایکوادور پوليسو د دې خبر پخلی وکړ، چې د ګوایاس ولایت په نوبول ښار کې ۲ پولیس د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

د ايکوادور ولسمشر دانيل نوبوا اعلان وکړ چې دغه هېواد د " داخلي وسله والې شخړې" حالت ته داخل شوی دی.

(ژباړه: شکريه)