عراقي ځواکونو د داعش ۲ وسله وال وژلي
CMG2024/01/12 10:44:57
شريکول:

د عراق پوليسو د جنورۍ په ١١مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په همدې ورځ پلازمېنې بغداد ته نژدې د داعش ۲ وسله وال وژلي دي.

د بغداد شمال ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د ترمیې سیمې د پولیسو یوه افسر محمد سعید خبري رسنيو ته ويلي، چې داعشي وسله والو په همدې ورځ د ترمیې سیمې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ، چې د ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.

په دغې شخړې کې۲ داعشيان وژل شوي او ۱ عراقي سرتيری ټپي شوی دی.

د محمد سعید په وينا، د عراق امنیتي ځواکونو په سیمې کې د وسلوالو د پيدا کولو په موخه چڼيز عمليات پېل کړي دي.

(ژباړه: شکريه)