د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د جنورۍ په ۱۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد استخباراتو ادارې په شپږو ولایتونو کې د کرمان چاودنو په تړاو ۳۵ کسان نیولي دي.
د ايراني ځواکونو د پلټنو پایله ښيي، چې د دغو چاودنو اصلي طراح عبدالله تاجک نوميږي، چې د تاجکستان اوسيدونکی دی.
عبدالله تاجک د بمونو کارپوه دی، چې د دغو چاودنو د ترسره کولو لپاره يې پوره ملاتړ درلوده.
عبدالله تاجک د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۱۹ مې نېټې د جنوب ختیځې پولې له لارې ایران ته په ناقانونه توګه داخل شوی دی.