ګڼ شمېر پیسې د ريښتني اواز د پورته کېدو مخه نه شي نیولی
CMG2024/01/12 09:43:52
شريکول:

د امریکې (CBS) خبریالې د جنورۍ په ۷مې د چین شينجيانګ سیمې ته د دې د سفر په اړه راپور خپور کړ چې له مخې يې په شینجیانګ کې د کرنیزو ماشینونو، تاریخي اثارو او انلاین سوداګرۍ په شمول د بېلا بېلو برخو حالت ولیدل، خو د تش په نوم د ملي لږکيو د زندان په اړه هېڅ شواهد نه دي پیدا شوي. په شینجیانګ کې د چټک اورګاډي، د بادي انرژۍ په وسیله د برېښنا د تولیدي فابریکې او سیلانیزو چارو د جوړونې او پرمختګ کارونو دغې خبریالې ته ژوره خاطره وربښلې ده.

ځينو لوېديځو رسنیو په وروستیو کلونو کې کله کله د شينجيانګ مسئلې په کارولو سره پر چین بې ځایه تورونه لګولي، مثلاً پر شينجيانګ پسې يې پر بشري حقونو د ځپلو تورونه وتړل.

د اروپا کارپوه یانګ اوبوګ څو ورځې مخکې له خبریال سره په مرکه کې ویلي چې امریکا یوه مصوبه ټاکلې چې د مسلسلو ۵ کلونو لپاره به هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره بېل کړي څو چې خبریالان  وروزل شي چې د چین په اړه جعلي او منفي راپورونه طرحه او خپاره کړي. نو موږ په دې سره پوه شوو چې پر چین د لګول شويو تورونو سرچینه همدغه ده.

د امریکې په یاده مصوبه کې څه دپاسه ۲۰ ځلې د چین شینجیانګ یاد شوی او دا یې څرګنده کړه چې امریکا باید د شینجیانګ په چارو کې لاسوهنه وکړي. ولې واشنګټن له شینجیانګ سره دومره زیاته علاقه لري؟

(Wood Mackenzie) د وود ماکینزي په نوم مشورتي شرکت د جنورۍ په ۷مې د تازه راپور په خپرولو سره وویل، په تېر ۲۰۲۳ کال کې د چین په دننه کې د لمریزې انرژۍ په وسیله د برېښنا د تولیدي جنراتورونو د ظرفیت زیاتوالی شاوخوا د امریکې او اروپايي ټولنې د حجم له دوو چندو سره برابر و. چین په نړۍ کې د لمریزې انرژۍ پرزو لوی تولیدوونکي هېواد په توګه اوس د ګردې نړۍ په سلو کې ۸۰ برخه اړوند تولیدي توان لري.

د چین په شينجيانګ سیمه کې نه یوازې زیاتې لمریزې انرژۍ شته، دلته د لمریزې انرژۍ د کارونې تختو د تولید لپاره د اومه مواد (polycrystalline silicon) پولیکریستلنی سلیکون یوه مهمه نړیواله تولیدي اډه هم ده. دغه زرغون چارې نه یوازې د چین، بلکې د نړۍ لپاره ستر اهمیت لري. نو ځکه شینجیانګ د لوېديځو رسنیو له بې ځایه تورونو سره مخ دی، دوی غواړي پر شينجیانګ د تور لګولو له لارې د چین وړتیا لرونکې چارې ویجاړې کړي. لوېديځه خوا غواړي د شینجیانګ په اړه د جعلي راپورونو له لارې د چین ډيپلوماتیکې سرچینې له منځه یوسي، او په شینجیانګ کې تاوتریخوالی رامنځته کړي تر څو د چین یووالی او پرمختګ ویجاړ کړي.

د امریکې د ځمکنيو ځواکونو پخواني ډګروال لولنس والکسن په ۲۰۱۸ کال کې دا ویلي چې که د امریکې مرکزي استخباراتي اداره غواړي د چین ثبات ویجاړ کړي، نو تر ټولو ښه لاره د اویغوري قوم خلکو په لمسوونې سره د چین په دننه کې تاوتریخوالی راپورته کول دي.

له دې څخه ښکاري چې پر چین باندې د امریکې بدنیت ډېر څرګند دی. خو د شينجيانګ په ثابت پرمختګ سره د دوی جعلي راپورونه هرومرو ماتېږي. د مختلفو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه راغلو څه باندې ۴۳۰۰ تنو حکومتي چارواکو، ديپلوماتانو، مذهبي شخصیتونو، کارپوهانو، خبریالانو او ملکي وګړیو د شینجیانګ له ګوټ ګوټ څخه لیدنې کتنې کړې دي، دوی دا پيدا کړي چې د شينجيانګ رښتینی حالت د لوېديځو رسنیو له خپرونو سره ډېر توپيرونه لري.

د جرمني د (Volkswagen AG) والکسواګن شرکت د تېر کال په دسمبر کې د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل، د جدي پلټنې نتیجه ښيي، چې په شينجيانګ کې د دغه شرکت په فرعي فابریکه کې د اجباري کار په اړه هېڅ نښه یا شواهد نه دي پيدا شوی.

د دغه خبریالې د راپور په کتو سره مو دا پیدا کړی چې که څه هم هغه د لوېديځې رسنۍ په توګه لا هم وغوښتل چې په خپل راپور کې پر شينجيانګ ځينې فکري نظر جمع کړي، خو پکې ځينې رښتیني محتویات شامل دي او د شينجيانګ ځينې واقعي بڼې لیدل کېږي. له دې څخه هم ښکاري چې که څه هم واشنګټن پر چین د بې ځایه تورونو لپاره ګڼ شمېر پیسې بېلې کړي، خو د واقعي اواز د پورته کېدو مخه یې نه شي نیولی.