د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د جنورۍ په ۱۱مې نېټې په پلازمينې قاهرې کې د امريکا له بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن سره کتلي او د منځني ختيځ د وضعيت، په تېره بيا د فلسطين د خاورې او د غزې تړانګې د شخړې په باب يې ورسره خبرې کړې دي.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې ورځ خبر ورکړی، چې عبدالفتاح السيسي له بلینکن سره په خبرو کې ويلي، چې هېواد يې په غزې تړانګې کې د سمدستي اوربند او دغې سيمې ته د کافي بشري مرستې د رسېدو لپاره له اړينو اړخونو سره تر وسې پورې تماس نيولی دی.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په غزې کې د بشري ناورین د پای ته رسولو او د فلسطین مسئلې د عادلانه او جامع حل لپاره د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه لیکونو د پلي کولو مسئولیت پر غاړې واخلي.
بلینکن د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د مصر د هڅو ستاینه کړې ده.
عبدالفتاح السيسي ويلي، چې هېواد به يې د سيمې د خونديتوب او ثبات د ساتنې په پار له امريکا سره همغږۍ ته دوام ورکړي.
(ژباړه: شکريه)