د امريکا د ځمکپېژندنې ادارې پر خپلې معلوماتي ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د جنورۍ په ۱۱مې نېټې د افغانستان په شمال کې د ريکتر په کچه ۶.۴ درجې زلزله شوې ده.
د افغانستان په پلازمينې کابل او ځينو نورو ولايتونو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي، خو د مرګژوبلې او مالي زيانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
دغه زلزله د ماسپښين په ۱ بجې او ۵۰ دقیقو شوې، مرکز يې د افغانستان د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي او سرچېنه يې تر ځمکې لاندې ۲۰۶.۶ کيلومتره ښودل شوې ده.